IQNA

طوفان الاققس نومې عملیاتو کې د  مقاومتی غورځنګ حماس ډرونز(فیلم)

14:50 - October 08, 2023
د خبر لمبر: 3488072
ایکنا-( غزه) د فلسطین داسلامی مقاومتی غورځنګ حماس  پوځي څانګې عزالدین قسام کنډکونو دیوې ویډیو په خپرولو سره اعلان کړی دی ، چې په طوفان الاقصی جنګ کې ئې له خودکش ډرونز استفاده کړې ده.

ایکناد الجزیره  له قوله راپور راکړی، د عزالدین قسام کنډکونو  مسئولانو  په یوې اعلامیې خپرولو سره  دپه طوفان الاقصی عملیاتو کې   د وحشي صهیونیسټي رژيم  د پوځ پر مورچلو او مرکزونو  په لور خودکش ډرونز  دتوغولو خبر ورکړ.

په دغې اعلامیې کې همداراز وئيل شوي دي ،چې توانیدلي یوو،په نیواکي ټاټوبو کې صوفا، کیبوتس ، حولیت  او ویتید پوځي  مرکزونو ته نفوذ وکړو او  خپلو مبارزانو ته تجهیزات او وسلې ورسوو.

 صهیونیسټي رسندویو  هم اعلان  کړی دی چې د حماس مبارزان هماغه راز په ځينو صهیونیسټي ښارګوټو کې موجود دي او پر صهیونیسټانو حملې کوي.

د حماس غورځنګ د اوسنۍ بریا یعني په طوفان الاقصی عملیاتو کې ډرونز  ډير مهم رول لوبولی دی، ددغو ډرونز په اړه یوه لنډه شان ویډیو هم ستاسو خدمت ته وړاندې کوو.

https://iqna.ir/fa/news/4173762

 

captcha